یکنانیوز د پارسټوډې له قوله راپور راکړ،د هاآرتص ليکوال «ګدعون لِوي» په يوه مقاله کې ليکلي: ډونالډ ټرمپ د سولې د نوبل جايزې وړ نه دی؛ د هغه اصلي ځای په هیګ کې نړيواله جنائي محکمه ده. هېڅ غير اسرائيلي شخص د غزې د وژنو په اړه د هغه په اندازه مسؤوليت نه لري. يوازې هغه کولای شي چې په يوه ټيليفوني اړيکه دا وحشتناکه جګړه ودروي، خو هغه دا کار نه کوي.
هغه زياته کړه: ټرمپ نه يوازې ټيليفون نه کوي، بلکې د اسرائيلو د جګړې د دوام ملاتړ، وسله ورکول او مالي مرستو ته ئې دوام ورکوي، لکه هېڅ پېښه چې نه وي شوې. کله چې د ټرمپ نوم د سولې د نوبل جايزې سره تړل کيږي، نو حقيقت په بشپړه توګه چخڼي کيږي. که کومه جايزه وي چې مستحق ئې دی، هغه د نتنياهو او ټرمپ لپاره د نسلوژنې جايزه ده.
ګدعون لِوي دا هم وويل چې يو مسلکي يهودي-امريکايي سياستوال او دنیواکګر رژيم د سټراټيژيکو چارو وزير، ران درمر ، سپينه ماڼۍ او د امريکا ۱۶ استخباراتي ادارې وغولول شوې او هغوي ئې قانع کړي چې «وينه تويېدل د امريکا لپاره يوه نعمت دی.» د هغه په وينا، د دغې دوکې نتیجه دا شوه چې ټرمپ د صهیونيسټي رژيم جګړهغوښتونکو تګلارو ته رواوالی ورکړ او هڅه ئې وکړه چې د سولې نوبل جايزه ترلاسه کړي.
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i164096